امنیت

طالبان دوه تنه ملکي وګړي ووژل

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٩
دوه تنه ملکي وګړي له دولت سره دهمکارۍ په تور پرون په غور ولايت کې د طالبانو له خوا ووژل شول.
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونيار محمد عظيم دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دولينې دسرخ سيب دسيمې دوه تنه اوسيدونکي احمد او عبدالله کله چې خپلو کورونو ته روان وو د طالبانو له خوا پر دوى ډزې وشوې چې له امله يې يو تن ووژل شو او يوبل يې ټپي شو .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: طالبانو دغه دوه تنه ملکي وګړي له دولت سره د همکارۍ په تور ووژل.
خو دسيمې اوسيدونکي وايي: دغه کسان عادي خلک وو چې له دولت سره هيڅ اړيکې نه لرلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته