اقتصاد

دباريک آب ساحه د لومړي زراعتي ساحى په توګه اعلام شوه

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٧
د ده سبز دباريک آب ساحه نن دکابل د نوي ښاردپرمختيايي ادارې  د مسوولينو له خوا دافغانستان دلومړنې زراعتي او اقتصادي زون په توګه اعلام شوه
دباخترآژانس دخبر له مخې :  په هغې غونډه کې چې ديو شميردولتي مسوولينو ، دپارلمان د دواړو مجلسونو ديو شمير استازو ، دکابل اوپروان د واليانو اود خصوصي برخې داستازو  په ګډون جوړه شوه دکابل د نوي ښار دپرمختيايي ادارې اجرا ئيوي رييس ديپلوم انجنيرغلام سخي حسن زاده خبرې وکړې او ويې ويل هغه څيړنې چې د باريک آب په زراعتي زون کې دهندي اوافغاني شرکتونو په همکارۍ  يونيم کال مخکې پيل شوي په  نتيجه کې يې باريک آب يې د يو زراعتي ښار او دمعياري زراعت دپرمختيا لپاره داقتصادي اوتجارتي زون په توګه په پام کې نيول شوى دى .
ده زياته کړه ، چې پاريک آب دڅه دپاسه نيم ملياردو ډالرو دپانګي اچوني دجذب امکان لري چې اووه  زره درې سوه هکتاره ځمکه احتوا کوي .
وروسته دکابل والي عبدالجبارتقوا او دپروان والي عبدالبصيرسالنګي خبرې وکړې او ويې  ويل ،  چې ددغې پروژې په جوړولو سره په هيواد کې دزراعتي محصولاتو دزيا توالي په لاره کې ستربدلون  رامنځته کيږي .
په همدې حال کې دهندي اوګلوبل دشرکتونو استازوهم خبرې وکړې او ويې ويل دهغوسروې ګانو اوعلمي اوعملي تحقيقاتو اوڅيړنو له مخې چې ترسره شوي دي دباريک آب زراعتي او تجارتي  زون دزراعتي اوتجارتي فعاليتونو د پرمخ بيولو لپاره مناسب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته