سیاست

جمهوررئیس حامد کرزي ملالې یوسفزۍ ته د هغې د زوکړې د شپاړسمې کالیزې له امله مبارکي وویله

کابلباختردچنکاښ د مياشتې ٢٢:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د پوهنې د فعالې ملالې یوسفزۍ د زوکړې د شپاړسمې کالیزې له امله دې او د دې کورنۍ ته مبارکي وویله.
په ملاله یوسفزۍ تېرکال د سوات د مینګورې په سیمه کې هغه مهال چې له ښوونځي څخه د کور په لور روانه وه، د طالبانو له خوا بريد وشو او په سر او غاړه باندې سخته ټپي شوه.
ملالې یوسفزۍ پرون د ملګرو ملتونو د سازمان په مقرکې د خپلې زوکړې د شپاسمې کالیزې د لمانځنې پرمهال په خپله وینا کې وویل چې تروریزم او جګړه، ښوونځي ته د افغانستان او پاکستان د ماشومانو د تګ مخه نیسي. دې همدا راز وویل چې د افغانستان خلک له کلونوکلونو را په دیخوا د افراطیت قرباني دي.
ملالې زیاته کړه: یو ماشوم، یو ښوونکی، یو کتاب او یو قلم کولای شي نړۍ ته بدلون ورکړي او افراطیون زموږ په ټولنه کې له دغه بدلون څخه په ویره کې دي.
جمهوررئیس کرزي وویل چې په افغانستان او پاکستان کې پوهنې د تروریزم له اړخه ستر زیان لیدلی دی او په ځانګړي ډول د ډیورند د کرښې په دواړو غاړوکې له کلونوکلونو را په دیخوا د پوهنې  پرښوونکو، زده کوونکو او کارکوونکو باندې تروریستي بریدونه کیږي.
حامدکرزي پر پوهنې باندې برید د اسلام د سپیڅلي دین د دښمنانو کار وباله، وې ویل: یوازې هغه کسان په داسې جنایت لاس پورې کوي  چې د ډیورند د کرښې د دواړو غاړو د خلکو د پرمختګ او ودې مخالف دي.
جمهوررئیس یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د سیاست د افزارو په توګه له تروریزم او افراطیت څخه استفاده کول د هیڅ هېواد په ګټه نه دی. افغانستان او پاکستان باید د تروریزم او افراطیت د ګډ ګواښ پر خلاف یو موټی شي، د هغه پرخلاف دې په صادقانه ډول کلکه مبارزه وکړي ځکه چې د تروریزم او افراطیت په مقابل کې بې تفاوتي به د دواړو هېوادونو راتلونکي نسلونه له لا ډیرو ګواښونو سره مخامخ کړي .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته