کابل باختردزمري دمياشت١٣نيټه :
پنځه تنه په فراه ولايت کې په واټ کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختر آژانس ته وويل چې دغه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې د امنيتي ځواکونو د سپرلۍ موټر د فراه ښار د ګوهنګان له کلي څخه تيريده چې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت .
ده وويل چې د پيښې قربانيان د ملي اردو څلور تنه سرتيري او يو ملګي وګړى دى. په دې پيښه کې دوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
7 د یوې دقیقې څخه لږ