امنیت

يو سړى له ٢٩ تومانچو سره په بلخ کې ونيول شو

کابل/دتلې۲۸مه/باختر
نهه ويشت تومانچې د بلخ په مرکز مزارشريف ښارکې له يوه دُکان څخه کشف او ضبط شوې.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې څانګې منسوبينو دغه وسلې د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې له يوه دُکان څخه ترلاسه کړې.
هغه زياته کړه چې پوليسو د پېښې په اړوند يو سړى نيولى دى.
ختم-سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته