امنیت

په سرپل ولايت کې پنځه تنه ټپيان شول

کابل باختر د لړم  دولسمه :
درې تنه پوليسان او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دوه تنه کارکوونکي پرون په سرپل  ولايت کې ټپيان شول .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان عبدالروف تاج باختراژانس ته وويل  دانتخاباتو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دوه تنه کارکوونکي چې د امنيتي ځواکونوله يو ټيم سره سرپل مرکزته اړونده د (ام ګوت ازبکيه) په کلي کې د راى ورکوونکو د نومونو د ثبتولومرکز ته تللي وو؛ په دغې سيمه کې د بيرته راتلو په وخت کې د طالبانو له  کمين سره مخامخ شول چې دطالبانو او امنيتي ځواکونو د نښتې له امله د انتخاباتو دکميسيون دوه تنه کارکوونکي او درې تنه پوليسان ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: ټپيان روغتون ته وليږدول شول او د دوى روغتيايي حالت مخ په ښه کيدو دى.
ويل کيږي، په دې نښته کې طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى، خو د هغوى دقيق شمير نه دى څرګندشوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته