اقتصاد

د حلقوي سړک د پاتې برخې د قير کولو کار پيليږي

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٧  نيټه  :
د فوايد عامې وزارت سرپرست نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د افغانستان  د حلقوي سړک د ٨٢ کيلومترو د قيرکولو قرارداد له هندي او چينايي دوو شرکتونوسره لاسليک شوى دى.
د افغانستان حلقوي سړک ٣٣٦٢ کيلومتره اټکل شوى دى چې له دې جملې څخه ٣٠٢٩ کيلومتره يې جوړ او قير شوى دى.
د فوايد عامي وزارت سرپرست وايي چې د دغه سړک د ٨٢ کيلومترو د قيرکولو قرارداد له دوو  هندي او چينايي شرکتونو سره لاسليک شوى دى.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د فوايد عامې وزارت سرپرست يما باوري دغه راز په دې باب وويل چې د دغه سړک لومړۍ برخه ٣٤ کيلومتره ده چې د ٣٦ميليونو ډالرو په لګښت او دويمه برخه يې چې ٤٨ کيلومتره ده، د څه ناڅه ٤٨ ميليونو ډالرو په لګښت د( Iavrcl)   هندي او د ګينګدو له چينايي شرکت سره لاسليک شو چې تر دوو کلونو پورې به کار يې بشپړ شي.
د فوايدعامې وزارت د سرپرست د څرګندونوله مخې:
د دغې پروژې د قير کولو قرارداد پخوا په  ١٣٨٩ کال کې له څو شرکتونو سره لاسليک شوى و چې کار يې د بېلابېلو دليلونو له امله نه وبشپړ شوى.
ده وويل چې د دغه سړک تر بشپړيدو پورې تعقيبيږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته