سیاست

جمهور رئیس غني د مشرانو جرګې لخوا د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د تائید هرکلی کوي

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې ٦مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د مشرانو جرګې لخوا د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د تائید تود هرکلی کوي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس وويل: د مشرانو جرګې دغه اقدام د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یو ډېر مثبت او پر ځای عمل دی.
جمهور رئیس غني د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو تائیدول د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره یو ښه اقدام بولي او وایي چې د دغو تړونونو له مخې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د ټولو امنیتي چارو بشپړ کنټرول په خپل لاس کې ولري او دغه ځواکونه به لا پیاوړي او سمبال شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په يوه رسمي سفر د سارک په اتلسمه غونډه کې د ګډون په موخه له دوو ورځو راهیسې د نيپال په پلازمینه کتمندو کې دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته