نړۍ

په ايران کې يوشمېر خلک دمسموونکي ګازپه تنفس سره مسموم شول

تهران بي بي سي باختردلړم دمياشتې ٥ :
دمسموونکي ګاز دتنفس له امله  رامنځته شوي مسموميت نن سهاريوشمېر خلک اونږدې  ٥٥ تنه محصلان  د زاهدان ښار ته څيرمه روغتون ته روان کړل.
دمهرد خبري آژانس دخبرله مخې :  د زاهدان والي  عباس علي ارجمندي ددغه خبر په تائيدولوسره وويل :  له بده مرغه  تيره شپه يوه خصوصي شرکت دژوندانه دچاپيريال ناوړو اغيزو ته له پاملرنې پرته  يوه زياته اندازه کيمياوي او دبوټو مسموونکي مواد د زاهدان ښار ته څيرمه د رسالت په ډګر کې وغورځول  چې دغه موضوع دزياترو خلکو دمسموميت سبب شوه.
ارجنمدي ددغې موضوع په بيانولو کې وويل :  چې ددغې نه پاملرنې اوداوبو جريان  او ددغو توکو اختلاط  ته په پاملرنې سره   خطرناک ګاز دزاهدان ښار ته څيرمه خپور شو چې دباد دچليدوله امله  دښار زياتې سيمې يې ونيولې  او دزياترو خلکو داعتراض سبب شو.
دزاهدان ښار دطبي علومو دپوهنتون  دعمومي اړيکو مدير محمدهادي عباسي په دې باب وويل :  چې پرونى مسموميت  له  کيمياوي توکو څخه ديو ډول ګازو دخپريدو په دليل رامنځته شوى دى  او په يوشمير خلکو کې دتنفسي او دهضمي ستونزو درامنځته کيدو سبب شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته