ښوونه او روزنه

دافغان ترک د ښوونځيو زده کوونکو ١٤٧ مډالونه ترلاسه کړي دي .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
دافغان ترک دښوونځيو زده کوونکو د اولمپيا په نړيوالو سياليو کې يو سلو اووه څلويښت مډالونه ترلاسه کړي دي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  په هغې غونډه کې چې دافغان ترک د ښوونځيو دممتازو زده کوونکو دستاينې په خاطر جوړه شوې وه  دپوهنې وزير فاروق وردګ مډال راوړونکي وستايل  .
وردګ وويل  :  دافغان ترک دښوونځيو زده کوونکو له ٢٠٠٣ کال څخه راپه دې خوا  درې سوه نهه پنځوس  مډالونه   ترلاسه کړي  دي او سږ کال د دغو ښوونځيو
زده کوونکو وکولاى شول دالجبر او ساينس په برخو کې يو سلو اووه څلويښت مډالونه چې له دې جملې څخه دسرو زرو څلورڅلويښت مډالونه،  دسپينوزرو نهه نوي مډالونه  او دبرونزو  پنځه څلويښت مډالونه ترلاسه کړي دي او خپل هيواد ته يې وياړ ترلاسه کړى دى .
دغه راز دترکيې سفير او زکورد او دافغان ترک دښوونځيو لوى رييس نعمان اردوغان هم خبرې وکړې د هيوادونو د پرمختګ او ترقۍ په لاره کې دعلم او موثرې تکنالوژۍ  داستفادې رول مهم وباله او دبيارغونې او په تيره بيا دپوهنې په برخه کې يې دخپل هيواد د مرستو په دوام ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته