امنیت

په کونړ کې دطالبانو ٦ پټنځي له منځه يوړل شول

کابل /دتلې لومړى /باختر :
په کونړ کې دطالبانو دډلې ٦ پټنځايونه له جنګي وسايلو سره يې له منځه يوړل شول .
پوځيانو تېره شپه  دډار اچوونکو پرخلاف  عملياتو کې ، وکړاى شول دطالبانو پټنځي  له منځه يوسي . 
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې، پر دغو پټنځايونوله ځمکې او هواڅخه بريد وشو .
هغه وويل چې، په دغو بريدونوکې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه نور ټپيان شول .
دغه عمليات دملي پوليسو ، ملي اردو اودهوايي ځواکونو په ملاتړله درې ورځو راپديخوا په ماڼوګۍ  کې پيل شوي دي او اوس هم دوام لري .
دشمېرنې له مخې، تراوسه پورې په دغو عملياتو کې دطالبانو لس پټنځايونه له جنګي وسايلو سره يې له منځه  تللي دي  او ددغې ډلې افرادو ته دسرزيان اوښتى دى ،دغه عمليات دوام لري .
ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته