امنیت

يوماشوم دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :

يو کوچني ماشوم دميدان وردګو په ولايت کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

  دغه ماشوم دوه مياشتې مخکې دخوست ولايت په مټون ولسوالۍ کې ددوى له کلي څخه تښتول شوى و او د انسان تښتوونکو له خوا په ميدان وردګو کې ساتل کيده.

دغه څلور کلن ماشوم دميدان وردګو ولايت دملي امنيت دمامورينو په ځانګړو عملياتو کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .

دميدان وردګو والي حيات الله حيات باختراژانس ته  وويل چې دملي امنيت مامورينو ددغې پيښې په اړوند يو انسان تښتوونکي هم نيولى دى .

  ده وويل انسان تښتوونکو ددغه ماشوم له  تښتولو وروسته لومړى هغه پکتيا ته او وروسته يې ميدان وردګو ته وليږداوه  او دهغه دخلاصون په بدل کې يې له کورنۍ څخه يې زياتې پيسې غوښتي وې .

ددغه  ماشوم پلار دخپل  بچي له تسليمۍ وروسته دملي امنيت  له مامورينو څخه  مننه وکړه .

  ختم_ عطاالله _ اکرم
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته