سیاست

دحج دمينه والو پچه واچول شوه .

دبيت الله شريف د حج دغوښتونکو دپچي اچولو بهير په ټول هيواد کې پيل شو .

 دباختر اژانس دخبر له مخې دحج او اوقافو وزير ډاکتر محمد يوسف  نيازي  چې په عيدګاه جومات کې  يي د حج  دغوښتونکي دپچي اچوني په مراسمو کې  خبرې کولي وويل دبيت الله شريف د حج  دغوښوونکو نوم ليکنه له نوى طرز العمل  سره سمه پيل شوه څرنګه چې  دغه طرز االعمل  خلکو ته يوه نوى او نا اشنا  بهير دي  په ځينو ځايونو خلکو اعتراض وکړ او په بشپړ  ډول يي  پکې ګډون ونه کړ .

  له دې امله د حج او اوقافو وزارت وپتيله چې په لنډ مهال  ډول  په هغو سيمو او ولسواليو کې چې دغه بهير  تطبيق شو دپچي اچوني له سيستم  څخه کار واخلي .

   د ډاکتر نيازي دڅرګندونوله مخې دکابل ښار په ناحيو کې دنوم ليکنې نوى بهير په ښه ډول  تطبيق شو او  مينه وال دنوم ليکنې له مخې بيت الله شريف  حج ته ځي او دنوم ليکني بهير  آن دراتلونکو  کلونو  لپاره دوام کوي .

 ده زياته کړه هغه ونډه چې  دسعودي عربستان له خوا دوګړو دشمير له مخې  دزرو تنو  لپاره يو تن دي  چې روان کال به له افغانستان څخه ديرش زره  تنه د حج داداکولو  لپاره سعودي عربستان  ته لاړ شي او د کابل ولايت  دولسواليو ونډه شپږ سوه پنځوس تنه او دکابل ښار له ناحيو څخه دوګړو  په تناسب  زر  تنه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته