ټولنه

له پاکستان او ايران څخه راستيندونکو سره مرستې زياتيږي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
دافغانستان د دولت او دنړيوالو همکارو مرکزونو دګډو عملياتو دپروګرام د تطبيق او د راستنيدونکو دحالت دسملاسي څيړنې په مقصد دمهاجرينو د راستنولو د چارو په وزارت کې غونډه جوړه شوه .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ .په دې غونده کې چې دمهاجرينو دراستنولو د چارو دوزير سيد حسين عالمي بلخي ددغه وزارت دپناه غوښتوونکو دچارو دمعينې ډاکترې عالمي ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي او د يوشمير اړوندو مرکزونو دمقاماتو په ګډون جوړه شوې وه راستنيدونکو ته دسملاسي مرستو دوړاندې کولو او د زياتو اسانتياو دبرابرولو په باب خبرې اترې وشوې.
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير دغونډې په پيل کې د راستنيدونکو دسملاسي څيړنې لپاره دګډ عملياتي پروګرام په باب وويل: ددغه وزارت داټکلونو له مخې د راستنيدونکو دڅيړنې لپاره د نړيوالو مرکزونو په همکارى ګډ پروګرام چمتو کړ چې په پړاويز ډول سملاسي مرستې او مثبت کول پکې شامل دي دامنيت په شوراکې تاييد شوى دى دغه پروګرام دمهاجرينو دراستنولو چارو وزارت دپناه غوښتوونکو دمعينې ډاکترې عالمې په مشرى دتخنيکي کميټې له خوا بشپړ شوى دى .
چې په نږدې ورځو کې به عملي کاريې په ننګرهار ولايت کې پيل شي ددغه پروګرام له مخې په لومړى پړاو کې دسملاسي مرستو وړاندې کول چې خوراکي توکي او لګښتي مالونه ،ترانسپورت لندمهال کور روغتيايي خدمتونه او راستنيدونکو ته دپوهاوي ورکول پکې په پام کې نيول شوې دي او په دويم پړاو کې به دهغوى دايمي ميشت کولو زمينه برابره شي.
په دې غونډه کې برخه والو ددغه پلان دتطبيق او راستيندونکو ته دخدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې خپل تيارى اعلام کړ .
دغه راز دمهاجرينو د راستنولو دچارو دوزير او دپايتخت زون دخپلواکى ادارې ترمنځ په جلا ګډه غونډه کې هم د راستيندونکو د دايمي مشيت کولو لپاره دتياريو په باب چې په دغه پروګرام کې شامل دى خبرې وشوې او په کابل کې د باريک آب ګوسفندرې او دقروغ غره سيمې د راستيندونکو دمشيت کولو لپاره مشخصې شوې دي چې دويشلو لپاره به يې ډير ژر تدبيرونه وسنجول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته