کابل باختر د وري يو ويشتمه :
يو ماشوم په ننګرهار ولايت کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو
امنيتي ځواکونو نن سهار دغه ماشوم دننګرهار ولايت د سره روډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل او ويل کيږي ددغه انسان تښتوونې په اړوند يو تن يې نيولى دى .
انسان تښتوونکو ددغه ماشوم دازادولو په بدل کې له کورنۍ څخه يې زياتې پيسې غوښتې و ې .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوقوماندان باختراژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو دځانګړو عملياتو په ترڅ کې دغه ماشوم دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره .
خبرځاى زياته کړه :يو انسان تښتوونکى هم په دې اړوند نيول شوى دى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې شپږ ويشت تنه دبيلابيلو جنايي پيښو په تور په ننګرهار ولايت کې ونيول شو ل .
پوليس وايي دغه کسان دځانګړو عملياتو او دننګرهار ولايت دبيلابيلو سيمو دپلټنې په وخت کې نيول شوي دي .
په نيول شويو کسانو دغلا ، شوکمارۍ ، وژنې او دنشه يي توکو دقاچاقو تور لګول شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل