امنیت

په بغلان کې ديوې کورنۍ ددريو تنو غړو وژل کيدل .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :
دبغلان ولايت په مربوطاتوکې ديوې کورنۍ  درې تنه غړي تيره شپه ووژل شول .
دغه کسان دده صلاح په ولسوالۍ کې ديوه خپلوان  له خوا يې وژل شوي دي .
دده صلاح ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال جمال ناصر  دباختراژانس  خبريال ته وويل يو سړۍ  له خپلې يوولس کلنې لور او اته کلن زوى سره  دده صلاح ولسوالۍ  په قاصان کلي کې دخپل وراره له خوا  په بې رحمانه ډول دکلاشينکوف په ډزو سره وژل شوى دى .
جمال ناصر زياته کړه ددغې  قضيې اصلي علت تراوسه پورې نه دى روښانه شوى خو دعيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې دغه وژنې دکورنۍ تاوتريخوالي زيږنده دي
ويل کيږي چې دقاتل پلار له يوه جرمي شريک سره يې نيول  شوى او دقاتل دنيولو په مقصد دپوليسو له خوا پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته