اقتصاد

پکتیکاوال له بانکي خدمتونو شکایت کوي

ښرنه باختر د وږي د میاشتې ۴ مه
د پکتیکا ولایت اوسیدونکي او دولتي مامورین په دغه ولایت کې له بانکي خدمتونوڅخه شکایت کوي.
دوی وايي د خپل معاش د تر لاسه کولو لپاره د دغه ولایت له لري پرتو ولسوالیو څخه ښرنې ته په ستونزمنو او ناامنه لارو ساعتونه،ساعتونه مزل کوي، خو د کابل بانک پر یوازینۍ څانګه د زیات بیروبار له امله  په ورځو، ورځو انتظار باسي چې خپل معاش تر لاسه کړي.
د دغه ولایت يو تن ښوونکي باختر اژانس ته وویل چې د معاشونو د تر لاسه کولو لپاره له لري ولسوالیو څخه په ناامنه او خرابو لارو ساعتونه مزل کوي، خو د معاش د تر لاسه کولو لپاره څو شپې په هوټلونو کې تېروي او زیات مصرف ترې کېږي.
خان محمد چې ۱۶ کاله کېږي په جاني خيل ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې دنده اجرا کوي وايي اته ورځې کېږي چې مرکز ښرنې ته دمعاش تر لاسه کولو لپاره راغلی، خو سره له زیات مصرفه یې لا هم معاش نه دی تر لاسه کړی.
د دې ولسوالۍ سیمه ېیز پولیس عبدالرازق وايي دمعاش نیمايي پیسې یې بیرته د لارې پر کرایه او هوټلونو کې مصرفیږي.:
دغه خلک وايي چې د نوي کابل بانک پر یادې څانګې زیات بیروبار وي، ملکي خلک او نظامي ځواکونه یو ځای په لیکو کې انتظار وي او تل د پیښې رامنځ ته کېدو امکان وي.
دوی غوښتنه کوي چې ملکي او نظامي بانکي څانګې دې سره بېلې شي، تر څو د ناامنۍ د احتمالي پېښو د رامنځ ته کېدو مخه ونیول شي.
خو په پکتيکا کې د نوي کابل بانک مسوول پيرمحمد بيا وايي، چې ستونزه په افغانستان بانک کې ده او هغوۍ دوی ته په وخت پيسې نه شي رسولی چې دوی يې توزيع کړي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندي ویل کېدل چې عزیزي بانک به هم په پکتیکا کې خپله څانګه پرانیزي، خو تر اوسه د دغه او یا کوم بل خصوصي بانګ څرک نه لیدل کېږي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته