کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
څلور تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې د عملياتو په بهيرکې ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل: په دې جګړه کې چې د مهترلام ښار د عمرزو په ساحه کې ونښته؛ څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل: يو يرغلګر د پوځيانو له خوا نيول شوى دى .
د لغمان ولايت پوځي مقامات وايي چې دغه پوځي عمليات به د طالبانو له شتون څخه د دغې ساحې تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ