کابل باختر د وږي اتلسمه :
د لوى خداى ( ج ) په فضل او د هېواد د دفاعي او امنيتي منسوبينو په همت د روزګان ولايت په ترينکوټ ښارکې د دښمن توطيه نن شنډه شوه .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
د روزګان ولايت ټولې ستراتيژيکي سيمې د امنيتي او دفاعي ځواکونو تر واکمنۍ لاندې دي او د افغانستان دفاعي او امنيتي منسوبين به هيڅکله د هېواد دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې کرغيړنو هدفونو ته يې ورسيږي .
د روزګان ولايت په بېلابېلوسيمو د افغانستان د خلکو د دښمنانو پرخلاف جګړې د تروريستانو د ځپنې سبب شوې دي او په ډير لنډ ممکن وخت کې به په ترينکوټ پورې ټولې اړوندې سيمې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شي .
1 1 دقیقه لوستل