امنیت

د لوى درستيز مرستيال هلمند ته سفر وکړ

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٥
د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد د هلمند ولايت د امنيتي حالت د څيړنې په خاطر دغه ولايت ته سفر وکړ.
هلمندته د دغه ستر پوځي مقام د سفر هدف د امنيتي حالاتو او د تروريستي ګواښونو په وړاندې د امنيتي ځواکونو د ځواکمنتيا څيړنه بلل شوې ده.
جنرال مراد علي مراد د هلمند ولايت له سيمه ييزو مسوولينو، پوځي قوماندانانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې له دوى څخه وغوښتل چې په بشپړه همغږۍ او يو والي سره د تروريستي ګواښونو په وړاندې ودريږي او پرې نږدې چې تروريستان د خلکو او د دوى د ولايت د پرمختګ د کاروان مخه ونيسي.
د هلمند سيمه ييزو مقاماتو د لوى درستيز له مرستيال څخه وغوښتل چې له امنيتي او دفاعي پلوه په خپلو پښو د دغه ولايت د درولوپه لاره کې د هوايي ځواکونو په ګډون د امنيتي او دفاعي ځواکونو په سمبالولو اقدام وکړي.
جنرال مراد د امنيتي حالت او د پوځيانو د وړتيا د څيړنې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې په خپلو پښو د امنيتي ځواکونو د دريدو په لاره کې به د دوى د روزنې او سمبالولو په برخوکې هلې ځلې وکړي.
هلمند ته د لوى درستيز د مرستيال سفر په داسې حال کې کيږي چې د دغه ولايت شمال په دې وروستيو وختوکې د تروريستي ډلو د پراخ شتون او فعاليت ډګر و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته