ټولنه

په بغلان کې دښځو دهمغږۍ ټولنې په فعاليت پيل وکړ .

کابل باختر دغبرګولي پنځمه :
دباهمي په نامه دښځو ټولنې نن دبغلان په ولايت کې په فعاليت پيل وکړ .
دبغلان ولايت دښځو دچارو رييسې  خديجې يقين باختراژانس ته وويل چې دښځو دباهمي ټولنې درامنځته کولو موخه د هغوى داقتصادي ، ټولنيزې  او فرهنګي ودې پياوړتيا اودهغوى دکاري ظرفيت  لوړول  او په بغلان کې داغيزمنو استعدادونو پيژندنه ده .
دې زياته کړه چې دبغلان ښځې جدي ملاتړ ته اړتيا لري او دهغوى دهراړخيزې  ودې په برخه کې ددوى ټولنې رول ځانګړى اهميت لري.
خديجې يقين ددې ټولنې  رامنځته کول  په اقتصادي ،ټولنيزو اوسياسي چارو کې دبغلاني ښځو دمشارکت  دزمينې دبرابرولو په برخه کې ارزښتناک ګام وباله اودهغوى له کاري موخو اوبرنامو سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
ديادونې وړ ده ، دباهمي  ټولنه  دسوداګرو ښځو دټولنې له رامنځته کيدو وروسته چې څلور سوه ښځې  په هغې کې تنظيمې دي په دغه ولايت کې دويمه ټولنه ده .
ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته