سیاست

جمهور رئیس غني د معارف سکتور پرمختګونه وارزول

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري پرون مازدیګر په یوه ناسته کې د پوهنې وزارت کړنې وارزول شوې.
دجمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې ناسته کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه او د پوهنې وزارت پر رهبري پلاوي سربېره د اړوندو دولتي ارګانونو  مسوولینو هم حضور په کې درلود. د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي د معارف په برخه کې د خپلو پرمختګونو او ترسره شویو کارونو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي تر چاپ دمخه د کتابونو د املایي او انشایي سمونو، د هغو د وېش او همدارنګه په یاد وزارت کې د اداري اصلاحاتو پروسې د تطبیق په هکله معلومات ورکړل.
په دې ناسته کې د ښار جوړولو وزیر سید سعادت  منصور نادري په ولایتونو کې د ښوونکو د ښارګوټیو د جوړولو په هکله معلومات ورکړل او جمهور رئیس وویل، دا بهیر باید د هېواد ټولو ولایتونو ته پراختیا ومومي.
جمهور رئیس غني د پوهنې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د یاد وزارت د معینیتونو او ریاستونو د ترسره شویو کارونو په هکله باید مشخصه طرحه وړاندې شي، تر څو معلومه شي چې په کومو برخو کې بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده او کوم معینیت یا ریاست  په موازي توګه فعالیت وکړي.
محمد اشرف غني وویل، د هېواد د ټولو ولایتونو د پوهنې ریاستونو په هکله د خلکو په شکایتونو خبر دی او په دې برخه کې باید بنسټیز اصلاحات رامنځته شي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د ښوونکو د استخدام په څرنګوالي کې هم باید اصلاحات رامنځته شي، تر څو په وزارت د هغوی باور زیات شي او همدارنګه د ښوونکو د ظرفیت د لوړولو په خاطر عملي برنامې پلې شي.
جمهور رئیس وویل، د قول اردوګانو او د ولایتونو د امنیه قوماندانیو په ګډون امنیتي سکتور باید د پوهنې وزارت د غصب شویو ځمکو په بېرته اخیستلو کې جدي همکاري وکړي.
هغه وویل، د کابینې په راتلونکو غونډو کې د پوهنې وزارت ټولو هغو قوانینو او مقررو ته چې د کابینې تصویب ته اړتیا لري، لومړیتوب ورکول کېږي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، په پوهنې وزارت کې هیڅ ډول سیاست د منلو وړ نه دی او دا وزارت باید یوازې مسلکي او علمي بنسټ وي. هغه تینګار وکړ، چې د بنسټیزو اصلاحاتو د رامنځته کولو په خاطر تصمیم نیولو ته تیار یوو.
جمهور رئیس څرګنده کړه، زه او د پوهنې وزارت مسوولین د هېواد بچیانو او د دوی والدینو ته مسوول او ځواب ویونکي یوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته