امنیت

۴۸ تنه ترهګر ووژل شول!

کابل/باختر/د چنګاښ ۱٤مه
د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو په موخه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۱۰ ګډ پلان شوي تعروضي او چانيز عملیات، ۹۳ ځانګړې کوماندیي دندې او ۳۳ هوايي برېدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۶۹ الوتنې کړي، چې په پایله کې ۴۸  ترهګر طالب وژل شوي، ۳۶ نوريې  تپیان او ۶ نور نیول شوي دي.
دغه عملیات د فاریاب، بادغیس، هرات، بغلان، هلمند، بلخ،  زابل،  بدخشان، غزني، ننګرهار  او تخار په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي ملاتړ تر سره شوي، چې په پایله کې:
فاریاب:  په قرمقول ولسوالۍ کې په ځوابي ډزو کې ۹   ترهګر وژل شوي او ۱۱نوريې ټپیان شوي دي.
بادغیس:  په بالامرغاب ولسوالۍ کې په هوایي برید کې ۸  ترهګر وژل شوي او ۸  نوريې ټپیان شوي دي.
هرات:  په شینډنډ ولسوالۍ کې په هوایي برید کې ۸  ترهګر وژل شوي دي.
بغلان: د تاله او برفک ولسوالۍ کې په ځوابي ډزو کې ۶   ترهګر وژل شوي او ۳  نور يې ټپیان شوي دي.
هلمند : په نادعلي ولسوالۍ کې په هوایي برید کې ۴  ترهګر وژل شوي  او یو شمېر وسلې او مهمات  ويجاړ شوي دي.
بلخ : د دولت آباد ولسوالۍ کې  په ځوابي ډزو کې ۴   ترهګر وژل شوي او ۷  نوريې ټپیان دي.
زابل: په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو کې ۳   ترهګر ووژل شول او ۷  نور يې ټپيان شوي دي.
بدخشان : په شهر بزرګ کې په ځوابي ډزو کې ۲ ترهګر وژل شوي او ۶ نوريې  نیول شوي دي.
غزني:  د اندرو ولسوالۍ کې په هوایي برید کې ۲  ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل ويجاړ شوی دی.
ننګرهار:  د خوږياڼیو او پچیراګام ولسوالیو کې په هوايي برید کې ۲ ترهګر وژل شوي  او د دښمن یو پټنځای له منځه تللى دى.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته