کابل باختر دکب دمياشتې ٥ :
په نړيوالو بازارونو کې د يوانس سرو زرو په بيه کې دتيرې چهارشنپې د ورځې په پرتله دوه ډالره زياتوالى ليدل کيږي .
دتيرې چهارشنبې په ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٣٣٧ ډالره وړاندې کيدل خو نن په ١٣٣٩ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک د سرو زرو دمارکيت يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام يو ويشت عياره مصري سره زره په ٢٦٠٠ افغانيو ، يوويشت عياره کويټې سره په ٢٥٥٠ افغانيو ، يوويشت عياره سنګاپوري سره زر په ٢٥٠٠ افغانيو ، نوولس عياره بحريني سره زر په ٢٢٠٠ افغانيو ، نولس عياره عربي سره زر په ٢١٥٠ افغانيو ، اوولس عياره ايراني سره زر په ١٨٠٠ او څوارلس عياره يوګرام روسي سره زر په ١٧٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي .
0 1 دقیقه لوستل