امنیت

په قيصار ولسوالۍ کې نښته دوام لري

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
وسله والو طالبانو د قيصار ولسوالۍ د غوره او شاخ په سيموکې دوه سوه کورنۍ له کورونو څخه يې ايستلې دي او د هغوى له کورونو څخه د سنګراو پټنځاي په توګه کار اخلي.
ويل کيږي په دغې ولسوالۍ کې نښتې د ذوالفقار عملياتو له پيل چې له دوو ورځو راپه دې خوا دوام لري؛ پيل شوې دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان جګړن شيرين شاه د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه نښتې د قيصار ولسوالۍ د غوره او شاخ په سيموکې دوام لري او امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي په دغو سيمو کې پرمختګ وکړي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: له مرکز سره د قيصار ولسوالۍ ټيلفوني اړيکې د طالبانو له خوا شليدلې دي او د دغې ولسوالۍ د خلکو ستونزې شيبه په شيبه زياتيږي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول، پنځه تنه ټپيان او د هغوى پنځه ماينونه او يوه اندازه چاوديدونکي توکي او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ديادونې وړ ده چې د دغو عملياتو په بهيرکې دملي اردو يو سرتيرى هم ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته