امنیت

په لغمان کې طالبانو ته د سر زيان

کابل / د سلواغې ۱۶ مه / باختر
په لغمان کې د پوځيانو پر پوستو د وسله والو طالبانو په بريد کې ډار اچوونکو ته د سر زيان اوښتى دى.
دغه پېښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې لسګونه وسله وال طالبان په اليشنګ ولسوالۍ کې په ډار اچونې ضد عملياتوکې پر شاملو پوځيانو بريد وکړ.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
دغه قول اردو په پېښه کې د دوو پوځيانو ټپي کېدل تاييدوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دوو اوونيو راپدېخوا د اليشنګ ولسوالۍ د ډار اچونې ضد عمليات ډګر دى.
د هېواد په ختيځ کې جګپوړي پوځي مقامات وايي چې په عملياتوکې تراوسه د اليشنګ ولسوالۍ لسګونه کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي او د خلکو د عادي ژوندانه او د پرمختيايي پروژو د تطبيق لپاره يې زمينه برابره کړې ده.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته