کابل باختر د چنګاښ دوه ويشتمه :
د جهادي قوماندان شهید حاجي میر اسلم دوراندیش د شهادت په اړه د اجرائیه
ریاست د لومړي مرستیال انجنيرمحمد خان د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پیغام
په ژورى خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پکتیا ولایت د احمد ابا
ولسوالۍ اوسیدونکی پخوانی جهادي قوماندان حاجي میر اسلم دوراندیش د هیواد
د دښمنانو له خوا شهيد کړى شو .
جهادي قوماندان شهید میر اسلم دوراندیش دا مهال په ترینګلو حالاتو او
همدا رنګه د جهاد په دوران کې د خپلو هیوادوالو د سوکالۍ لپاره نه ستړې
کیدونکې هلې ځلې کړي دي
د پردیو په اشاره د خپلو جهادي او قومي مشرانو ځنځیري وژنې نه شي کولی د
ملت اراده بدله او زموږ دښمنان خپلو شومو موخو ته ورسوي.
شهید دوراندیش ته له الله تعالی څخه فردوس جنت کورنۍ او دوستانو ته یې
جمیل صبر غواړم
1 1 دقیقه لوستل