نړۍ

دآلمان ، داروپا داتحاديې او دفنلند دمهاجرينو ستونزې وڅيړلې شوېc

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په سپيدار ماڼۍ کې دمهاجرينو  دراستنولو دچارو د وزير سيدحسين عالمي بلخي ، دبهرنيو  چارو وزارت له معين نصيراحمدانديشه  او له يوشمير اړوندو مسوولينو سره  په  غوڼده کې دمهاجرينو ستونزې  او له دغو هېوادونو څخه  دافغانستان  دمهاجرينو دراستنولو څرنګوالى وڅيړه.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
لومړى دبهرنيو چارو وزارت معين نصيراحمد انديشه   له آلمان، داروپا له اتحاديې او فنلند څخه دافغان مهاجرينو دراستنولو دموافقه ليک په باب  اجرائيه رئيس اودغونډې نورو  غړو ته معلومات ورکړل .
ده زياته کړه  چې هېواد ته  دافغان مهاجرينو دراستنولو دڅرنګوالي په باب له آلمان سره  په موافقه ليک کې  مشخص  وړانديزونه  طرحه شوي دي  چې له دې جملې څخه  ځينو مواردو ته يې اشاره کيږي .
ده وويل ؛ ددغه موافقه ليک  په متن کې  ويل شوي دي چې په اوونۍ کې  يوه  الوتنه   اوپه هره الوتنه کې دې پنځوس تنه  له مناسبو خدمتونو آسانتياو سره   کابل ته راوليږدول شي .
ده دغه راز ټينګار وکړ چې  هر راستانه شوي افغان مهاجر ته دنغدي مرستې  اندازه او ځينې نور موارد هم مشخص شوي دي.
دغه راز  ده زياته کړه  چې دموافقه ليک دمفادو دتطبيق دڅرنګوالي  دڅارنې لپاره  له دواړو لورو څخه ګډه کميټه  جوړيږي.
دغونډې په بله برخه کې دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير سيدحسين عالمي بلخي له افغان مهاجرينو سره  دالمان دلوري   دمرستو داندازې په مشخص کولو ټينګار وکړ.
اجرائيه رئيس  دمهاجرينو دراستنولو د چارو دوزير او دبهرنيو چارو وزارت دمعين دڅرګندونوله اوريدو اوپه خبرو  پورې داړوندو پوښتنو له طرحه کولو وروسته  لارښوونه وکړه چې دموافقه ليک  موده  دې مشخصه شي  او وروسته دې  اړونده متن  نظر وړ هېواد ته وليږل شي .
سربيره پردې اجرائيه رئيس اړوندو  بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې  نړيوالو ميثاقونو او ملي معيارونو ته  په پاملرنې سره  دهغه څه په رڼا کې چې  زموږ دمهاجرو هېوادوالو په ګټه وي په پتمنه توګه داروپا له اتحاديې اوفنلند څخه دافغانستان دمهاجرينو دراستنولو په کار کې  داروپا داتحاديې او دفنلند له مسوولينو سره هم لازمې  خبرې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته