سیاست

دمبارکۍ پيغام

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣ :
دتونس دملي ورځې په وياړ دافغانستان داسلامي جمهوريت رييس  جلالتماب  حامدکرزي له خوا دمبارکۍ  پيغام
دتونس  جمهوريت  رييس جلالتماب ډاکتر المنصف المرزوقي په نامه په دې توګه استول شوى دى.
دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ.
اجازه راکړئ  دافغانستان دخلکو په استازيتوب  دتونس دملي ورځې  درارسيدوله امله  دخپلې مبارکۍ مراتب  تاسو جلالتماب  اودتونس  ورور ولس ته وړاندې کړم.
تونس دافغانستان دوست هيواد  اودافغانان په ټولو برخو کې دتونس له ورور ولس سره داړيکو دپراختيا غوښتوونکي  دي.
په پاى کې  تاسو جلالتماب  ته دروغتيا اوبرياليتوب اودتونس  ورور ولس ته دنيمکرغۍ اوسوکالۍ دعا کوم،.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته