کابل باختر دسلواي دري ويشتمه
دهيواد په ځينو ولايتونوکې دملي پوليسو دځواکونو ددندو دترسره کولو په وخت کې دطالبانو د ډلې اووه تنه غړي ونيو ل شول . دوه تنه يې ټپيان شول او اتلس تنه نور يې ونيول شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دهغو ګډو عملياتو په بهير کې چې دافغان امنيتي ځواکونو له خوا په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دکابل ، هلمند ، ارزګان ، غزني ، خوست ، پکتيا او دهرات دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوه تنه يې ټپيان شول او اتلس تنه نور يې ونيول شول .
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې دوه کلاشينکوفونه ، يو توغندي ويشتونکي او اووه ميله ډول ډول وسلې هم ترلاسه شوي دي .