ښرنه باخترد غبرګولي د مياشتې ۲۰ مه
د پکتیکا څخه تر غزني پورې لویه لار تر بل هر وخت نا امنه شوې او د خلکو په خبره په اوسط ډول هر ورځ په کې درې دولتي یا غیر دولتي کسان د طالبانو له خوا له موټر ښکته کېږي او بیا وژل کیږي.
د پکتیکا ولسونو باختر اژانس ته وویل چې طالبان د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې راوځي، مسافر له موټرونو ښکته کوي او وژنې یې، خو امنیتي پوستې یې مخه نه نیسي.
د دغې لارې نا امنه کېدو د خلکو پر وړاندې ګڼې ستونزې را ولاړې کړي، او مسافر یې د لارې د امنیتي پوستو پر سرتېرو هم شکمن کړي، چې ګواکې له طالبانو سره لاس لري.
د پکتیکا اوسېدونکي وايي ((څوارلس کاله کېږي چې په دغه لاره باندې هره ورځ یو يا دوه نفره وژل کېږي او د هغوی وینه توېېږي، هلته چې کومې پوستې دي د هغو پوستو مسولان خپله طالبان ویني خو هیڅ غږ ورته نه کوي، او پر دغه لار باندې تګ د سر په بیه دی.))
بل خوا د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ سرپرست او د امنيت امر دادالله هوتک وايي، د دغې لارې سربېره یې د پکتیکا او پکتیا د لارې د امنیت په موخه د زون په کچه ناستې کړي، او د امن کولو لپاره یې پلانونه جوړ شوي، چې ډېر ژر به عملي شي.
خو د پکتیکا اوسېدونکي بيا د دغو لارو د امن کولو خبرې د چارواکو لپاره یوازې شعار بولي، او په عمل کې پر کوم جدي اقدام بې باوره دي.
0 1 دقیقه لوستل