فرهنګ

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت خبرتيا:

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت خبرتيا:
دځوانانو دچارو معينيت په پام کې لري چې دهيواد دګرانو ځوانانو دظرفيت او دفکر او مفکورې د لوړولو او په هيواد کې په تېره بيا دځوانانو ترمنځ دمطالعې دفرهنګ دبنسټيز کېدو په مقصد، دکورنيو او بهرنيو انتشاراتي مرکزونو او موسسو په همکارى د لسو ورځو لپاره په کابل کې دکتاب نندارتون جوړه کړي .
له دې امله له ټولو انتشاراتي مرکزونو څخه هيله کوو چې په دغه علمي – فرهنګي پروګرام کې دګډون او د موضوع دهمغږى په مقصد دې د روان کال دکب دمياشتې ترلسمې نيټې پورې په پل باغ عمومي کې د (افغان اعلاناتو) په پخواني ودانۍ کې دځوانانو دچارو معينيت د پاليسى او پروګرامونو رياست ته ورشي.
د اړتيا په صورت کې ( 0700217101) او( 0778466518 ) ټيلفونونو او يا.
[email protected]
ايميل سره اړيکه ونيسئ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته