ټولنه

٢٠١٦ م کال کې دمهاجرينو لپاره ډير مرګانى کال .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢
دمهاجرت نړيوال سازمان اټکل وکړ چې روان ميلادي کال به دمهاجرت دبحران په دوره کې ډير مرګانى کال وي .
دايران دولتي خبري آژانس د رويترز دخبري آژانس له خولې پرون وليکل چې د رارسيدلو خبرونو له مخې د روان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې درې زره تنه پناه غوښتوونکي دمديترانې په سمندرګي کې وژل شوي دي او اټکل کيږي چې ٢٠١٦ م کال به دمهاجرت دبحران په دوره کې ډير مرګانى کال وي .
دمهاجرت دنړيوال سازمان وياند جويل ميلمن وويل : د روان ميلادي کال لومړى شپږ مياشتې ډيره لنډه موده ده چې دمړينې شمير درې زره تنو ته رسيږي.
د فرانسپرس دخبري آژانس دخبرله مخې : درې تنه دافريقا دشمال له لارې ايټاليا ته درسيدو لپاره دهلوځلو په وخت کې وژل شوي دي او نور قربانيان دترکيې او يونان ترمنځ لاره کې وژل شوې دي چې زياتره قربانيان دافريقا له لويديځو څخه وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته