۱۰۰ ورځې

په سمنگانو کې داستاد سياف ملاتړ وشو

کابل – باختر دکب دمياشتې ١
په سمنګانو ولايت کې په زرګونو تنو دجمهوري رياست په انتخاباتو کې داستاد عبدالرب رسول سياف له کانديداتورۍ څخه  خپل ملاتړ اعلام کړ.
په دې غونډه کې چې دايبکو ښار دالماس په ماڼۍ کې جوړه شوې وه  داستاد سياف  دانتخاباتي دفتر مسوولينو خپل کاري پروګرامونه خلکو ته بيان کړل.
د  افغانستان په شمال کې د  استاد سياف د  انتخاباتي مرکز    مسوول  مخدوم       سيف الرحمن په  دې غونډه کې له فساد سره مبارزه ، دقانون تطبيق ، دبيوزلۍ له منځه وړل او دامنيت تامينول ددغه ټيم له مهمو کاري پروګرامونو څخه وبلل.
دغونډې برخه والو چې شمير يې څه دپاسه  دوه زره تنو ته ر سيده   دجمهوري رياست په انتخاباتو کې داستاد سياف له کاري ټيم څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
مخکې له دې  دسمنګانو په زرگونو تنو اوسيدونکو د جمهوري رياست په انتخاباتو کې ددوو  نورو کانديدانو ډاکتر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلام کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته