امنیت

د هيواد يو هندو په کندز ښارکې ترور شو.

کابل باختر د مرغومي دمياشتې ١٠
ناپيژاندو وسله والو کسانو  يو  يوناني طبيب او په کندز ښارکې د هندوانو يواستازى په ډزو سره ترور کړ.
يرغلګرو په رڼا ورځ  او دښار په يوه ګڼ ميشته سيمه کې په  لالا دلسوز ډزى وکړى،   لالا دلسوز دکندز خلکو ترمنځ ښه نوم او شهرت درلود.
دى  دکندز دخلکو يو باوري يوناني طبيب و چې د مدرن طب له پرمختګ سره سره اوس هم خلک دخپلو ناروغيو د درملنې لپاره ده  ته ورتلل.
دکندز دپوليسو يو مقام له باختر آژانس سره په اړيکه وويل  ؛   ددغه يونانى طبيب دترور دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوى دي .
تراوسه پورې دهيواد دهندوانو ددغه استازى دترور مسوليت چا په غاړه نه            دى اخستى.
په کندز ښارکې وسله والې غلاوې او ترور زيات شوي دي .
څه موده مخکې هم  يرغلګرو دکندز په ښارکې ديو  درملتون  په  خاوند او يو ترافيک  ډزې  وکړې او ويې وژل .
دکندز اوسيدونکي په رڼا ورځ او هغه هم په يوه ګڼ ميشته سيمه کې وسله والې غلاوې او دخلکو ترورول  دامنيتي او استخباراتي ځواکونو کمزورتيا بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته