ټولنه

له پيښو سره د مبا رزې دملي کميټې غونډه جوړه شوه

کابلباختر دغويي ١٩ مــــــــــــــــــه

له پيښو سره د مبار زې د ملي کميټې غونډه نن له غر مې ور وسته د جمهور رئيس د مرستيال محمد کريم خليلي په مشري جوړه شوه

باختر ا ژانس ته د جمهوري رياست د مطبو عا تي دفترد معلو ما تو له مخې : دغه غونډه  دستو نزو دڅيړنې او هم په هيواد کې په دې وروستيو وختو کې دسيلاونو دراوتلو له ا مله له زيانمنو شويو کسانو سره د مرستې لپاره د ترسره شويو اقدا ما تو او فعاليتو نو دڅرنګوالى دڅيړنې په مقصد جوړه شوه .

 د غونډې په پيل کې  د جمهور رئيس مرستيال محمد کريم خليلى دسرپل له والى سره د تيلفو ني اړيکې په ترڅ کې ددغه ولايت والى په سرپل ولايت کې په دې وروستيو وختو کې دسيلا وونو درا وتلو له امله درسيدلو تاوانو نو اوهم له دې ا مله له زيا نمنو شويو کسا نو سره د مرستې لپاره د ور وستيو ترسره شويو اقدا ما تو او فعاليتو نو په باب د جمهور رئيس مرستيال اود کميټې غړو ته رپوټ وړا ندى کړ .

دسر پل د والى درپوټ له مخې : د وروستيو سيلا وونو درا وتلو له امله تر او سه پورې په دغه ولايت کې ٢٨ تنه وژل شوي دي ، نږدي پنځه سوه څار وي له منځه تللى دي او څه دپاسه ٢٨٥ کورو نه ويجاړ شوي دي

 دغه را ز ددغه رپوټ له مخې د سرپل وا لى او له پيښو سره د مبار زې د ملى کميټې لوى رئيس دپيښې ځاى ته لاړل اود خورا کى او غير خورا کى تو کو اوجامو اود نورو اړتيا و په ګډون په زيانمنو شويو کسا نو د مرستې د ويش بهير يې له نږدي وڅاره.

 د غونډې د کار په دوام له پيښو سره د مبارزې ملى اداري د بغلان، کندز ، تخار ، جوزجان او په فاريا ب په ولايتو نو کې د وروستيو سيلا ونو له ا مله له زيانمنو شويو کسا نو سره د مرستې په باب کميټې ته رپوټ وړا ندى کړ او څرګنده يې کړه چې په دغو ولايتو نو کې د وروستيو سيلاونو له ا مله له زيا نمنو شويو کسا نو سره د مرستې د ښه سمون او همغږى په مقصد له پيښو سره د مبار زې د ملى اداري د لوى رئيس په مشري يو هيئت دغه ولايت ته سفر کړى دى اوله زيا نمنو شويو کسا نو سره يې د نغدو پيسو، خورا کى اوغيرخورا کى تو کو ،درملو، جامو اود  اړ تيا وړ نورو وسايلو مرسته کړې ده .

ددغه هيئت له سفر سره جو خت د ملى دفاع و زارت په همکاري دوو هليکو پترونو ددغو پيښو له ا مله له زيا نمنو شويو کسا نو سره د مرستې لپاره د بد خشان او تخار ولايتو نو ته الو تنى کړي دي او په خورا کى اوغير خورا کى مرستو سربيره يې زموږ ٣٧ تنه هيواد وال ژغورلي دي.

دغه را ز د عا مې رو غتيا وزيرې درو غتيا يي خد متونو د وړا ندى کولو لپاره په ولايتو نو کې ددغه وزارت د ميشتو رو غتيا يي ټيمو نو د تياري په باب کميټې ته خبر ورکړ

کميټې له څيړلو ور وسته ددغو مواردو پريکړه و کړه.

 ١ د کميټې د غړو ترمنځ د ښي همغږي درا منځته کولو او سا تنې په ترڅ کې دى له زيا نمنو شويو کسا نو سره د مرستې رسو لو بهير ګړندى شي اوډير ژر  دى دشهيدانو له کورنيو سره نغدي مرستې وشي

٢ له پيښو سره  د مبار زې د ملى کميټې دارالانشا مو ظفه شوه چې د هغې زيا نمنې اوخطرو نو د کچى بشپړه نقشه چې داوچاد اداري له خوا برا بره شوې ده ټولو غړو اود هيواد ولايتو نو ته ابلاغ کړي چې د هغې له مخې د پيښو د مخنيوي لپاره لازم اقدا ما ت تر لاس لا ندې ونيول شي .

٣ د  کميټې معا ونيت له سيمه ييزو ارګانو نو څخه د کليو د بيا جوړولو اوپرا ختيا و زارت ته و ليږدول شو

دغه را ز په دې غونډه کې ټينګار وشو چې له پيښو سره د مبار زې د ملى کميټې دارالانشا اوسکرتريت دى د کميټې د پريکړو د تحقق څرنګوالى او په تيره بيا د هغو کورونو د خالى کولو موضوع چې دسيندونو په تګلورو کې جوړ شوي دي او هم د خلکو د پو ها وى څرنګوالى تعقيب او وڅاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته