امنیت

په هلمند کې په وروستيو جګړو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان .

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
په هلمند ولايت کې دنويو جګړو له امله وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى .
   دغه  جګړې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ددغه جنوبي ولايت  په ځينوسيمو په تيره بيا په لښکرګاه کې ونښتې .
دافغانستان په جنوب کې پوځي مقامات وايي چې هلمند ته دکوومکي ځواکونو په رسيدوسره وسله وال طالبان په شاتمبول شوي او دسردروند زيان يې زغملى دى.
دغه ځواکونه په هلمند کې دجګړو له زور اخيستو او د وسله والو طالبانو له خوا ددغه ولايت دځينو سيمو له نيول کيدوروسته له کابل څخه دغه ولايت ته استول شوي دي .
دوسله والو طالبانو په دغو بريدونوکې په لسګونو تنه پوځيان شهيدان شوي اوپه لسګونو تنه نور دوسله والو طالبانو له خوا اسيران شوي دي چې دهغوى دبرخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
دافغانستان په جنوب  دميوند قول اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نويو نښتو کې دلښکرګاه ښار په ګډون دهلمند ولايت زياتره سيمې  له وسله والو طالبانو څخه بيرته نيولې شوې دي
داردو دغه قوماندان وايي چې پوځيان په دغو نښتو کې دغه رازدشپږو تنو وسله والو طالبانو په نيولو بريالي شوي دي .
ويل کيږي چې دوسله والو طالبانوله شتون څخه په بشپړه توګه دهلمند ولايت دپاکولو عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته