فرهنګ

په بلخ کې دخبريالانوپه وړاندې دتاوتريخوالي دختمولو ورځ ونمانځل شوه

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٢ :    
په بلخ ولايت کې  په رسانه يي مدني مرکزونو دخبريالانوپه وړاندې دتاوتريخوالي دپاى ته رسولو ورځ  په دغه ولايت کې  دشهيدو خبريالانو  دعکاسۍ  ديوه نندارتون په  جوړولو سره ونمانځله .
په شمال کې  دخبريالانو دمصوونيت دکميټې مسوول  په هېواد کې دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي  دزياتوالي  له امله  انديښنه څرګنده کړه  او له دولت څخه يې وغوښتل   چې دخبريالانو  دقاتلانو اود خبريالانو  پرخلاف دتاوتريخوالي دعاملينو دوسيې دې  په جدي توګه وڅيړي  او نړيوالې ټولنې  او دخبريالۍ ټولنې ته  خپل قاطعيت ثابت کړي.
دخبريالانو دمصوونيت   کميټې  دشمال ساحوي  مسوول  محمدبشيرانصاري وايي  ؛ دملي وحدت حکومت له مشرانو څخه غوښتنه کوم چې  دتاوتريخوالي له عاملينوسره  دشفاف چلند په لاره کې خپل جدي اراده وښيي اوپه خپلې  جدي ارادې سره  درسنيو کارکوونکي ډاډمن کړي.
دبلخ دولايتي شورا رئيس ډاکتر افضل حديد  په خبريالانو دبريد اساسي علت
په خپل وخت دخبريالانو له  خوا دخبرخپرول وبلل   او دبلخ له رسانه يي ټولنې سره يې دبلخ  ولايت  دخلکو او دولايتي شورا هر رازملاتړ اعلام کړ.
دحديد دڅرګندونوله مخې :  ٢٠١٦ ميلادي  کال  خبريالانو ته ډيربدکال بلل شوى دى  او ددغه کال  په لسو مياشتو کې  ديارلس تنه خبريالان په هېواد کې  وژل شوي دي  چې ډيره نوې پيښه يې دتلې دمياشتې په  ٢٥نيټه  په زابل ولايت کې د افغانستان د ملي راډيوټلويزيون د خبريال يعقوب شرافت وژل کيدل و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته