ټولنه

دکابل ښار په واټونوکې داوبو ډنډونو خلک له ستونزو سره مخامخ کړل .

کابل باختر د وري ديارلسمه :
په کابل ښار کې  داورښتونو له امله  په ځينو واټونو داوبو ډنډونه جوړ شول او له دې پلوه يې کابل ښاريان له ستونزو سره مخامخ  شول .
دباختراژانس دخبر له مخې ،  يوشمير کابل ښاريان  دښاروالۍ  په ادارې  په نيوکې سره وايي  چې  دښاروالۍ مسوولينو دتيرې څه دپاسه يوې اوونۍ په  بهير کې  ددغې ټولنيزې ستونزې  دحل کولو لپاره  کوم کار نه دى کړى .
په يوشمير واټونوکې اورښتونه ډنډونه جوړوي  چې آن ليږدونکي وسايط  هم له ستونزو سره  مخامخ کوي .
کابل شاريانو تل ددغې ټولنيزې ستونزې  دلرې کولو په خاطر  دکابل ښاروالۍ  دمسوولينو دنه پاملرنې له امله  سرټکوي . خو ددغې ادارې مسوولين  دکاناليزاسيون  نشتوالى  ددغې ستونزې  ستر عامل بولي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته