امنیت

په ننګرهار کې لسګونه کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول

کابل/ د سلواغې٢٧مه/ باختر
د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ لسګونه کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول.
د ډار اچوونکو ضد عملیات دوه میاشتې مخکې پیل شول او لا هم دوام لري.
د هېواد په خیتځ کې د سېلاب اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې په عملیاتوکې تراوسه د شېرزادو ولسوالۍ ځېنې برخې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
له بلې خوا هم پوځیانو د دغې ولسوالۍ په پاکو شویو ساحوکې د قراګاوو په جوړولو سره، د خلکو عادي ژوندانه او د بیارغاونې بهیر ته زمینه برابره کړې ده.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په عملیاتوکې تراوسه څه نا څه ۴۶ ډار اچوونکي وژل شوي او لسګونه نوريې ټپیان شوي دي.
دغه راز پوځیانو د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو ضد عملیاتو په بهير کې د طالبانو د لسګونو پټنځیو پر کشف او د سنګرونو په دړې وړې کولو بریالي شوي دي.
د یو بل خبر له مخې:
پولیسو د ننګرهار په ګڼ مېشتولارو کې د ١٧ ماینونو په کشف سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
تراوسه د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته