توکيو باختر دلړم لومړى :
په جاپان کې د رايو د شميرنې لومړنۍ نتيجې ښيي چې د دغه هېواد صدراعظم شينزو آبه په مشرۍ واکمن ائتلاف د برياليتوب په حال کې دى .
باختر آژانس د نړيوالو خبرځايونوله خولې خبر راکړ:
د ترسره شويو نظر سنجونو له مخې، دغه ائتلاف چې مشري يې د شينزو آبه له ليبرال دموکرات ګوند سره دى، د پارلمان زياتې څوکۍ ترلاسه کړې دي .
شينزو آبه دشمالي کوريا د مخ په زياتيدونکو ګواښونو سره دمقابلې لپاره دخپل حکومت د ټينګښت لپاره له وخت څخه مخکې د انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه کړې وه .
په اساسي قانون کې د بيا کتنې په باب د جاپان د صدر اعظم د پروګرام د تحقق لپاره د زياتو رايو ترلاسه کول چې له دويمې نړيوالې جګړې څخه نه ده اصلاح شوې؛ زيات ارزښت لري .
د جاپان صدر اعظم هدف په اساسي قانون کې بدلون دى، دغه بدلون اردو ته اجازه ورکوي چې زيات رول ولري .
شينزو آبه د تېر سپټمبر په مياشت کې ويلي و چې د انتخاباتو د بيا ترسره کولو څخه د دې هدف د هغو بحرانونو د حل لپاره د ټولو د ملاتړ ترلاسه کول دي چې هېواديې ورسره مخامخ دى چې په سرکې د شمالي کوريا اټومي بحران ځاى لري.
پيونګ يانګ په وار وار ګواښ کړى دى چې د جاپان ټاپو وزمه به ډوبه کړي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل