سیاست

دمحمد اشرف غني حکم

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ او ددغه ولايت  دولسواليو دامنيې قوماندانيو دحالت دڅيړنې په لاره کې دهيئت  دموظف کولوپه باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  محمد اشرف غني حکم
  دهرات ولايت  دامنيتي حالت او ددغه ولايت  دامنيې قوماندانۍ او دټولو اړوندو ولسواليودامنيه قوماندانيوداجرااتوپه څرنګوالي پورې داړوندو چارو  دهراړخيزې څيړنې په مقصد دعبدالغفار صاحب زاده په مشرۍ  اودکورنيو چارو وزارت دموظفينو په غړيتوب  دهيئت موظف کول  منظورم .
هيئت موظف دى چې  دهرات ولايت دمرکز او ددغه ولايت  دولسواليو دامنيت دتامينولو په برخه کې دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ او ددغه ولايت  دولسواليو دامنيې قوماندانيو عملي اجراات  دسندونو اومخکې له مخکې  دنيول شويو تدبيرونو له مخې  په هراړخيزه توګه وڅيړي او خپل مستند او عيني رپوټ دې  دهرات ولايت  دامنيتي حالت  دښه والي په لاره کې  له مشخصو پيشنهادونوسره  ديوې اوونۍ په دننه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي .
دهرات ولايت  او ددغه ولايت  امنيتي بنسټونه دې ، دهيئت  امنيت  په هراړخيزه توګه تامين کړي او داړوندو دندو په اجرا کولو کې دې  دوى ته  لازمې اسانتياوې برابرې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته