امنیت

په ارزګان کې د ماين د چاودنې له امله يو زده کوونکى ووژل شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
يو ځوان زده کوونکى په ارزګان ولايت کې د ماين دچاودنې له امله ووژل شو .
دغه پيښه پرون په ترينکوټ ښارکې هغه وخت رامنځته شوه چې ددغه زده کوونکى د سپرلۍ موټر سايکل په ماين وخوت.
د ارګان د امنيې قوماندانۍ ويندوى فريدعايل باختر آژانس ته وويل: ددغې چاودنې له امله د ښوونځي يو زده کوونکى چې اوولس کلن و او له کور څخه دښوونځي په لار روان و؛ د سپرلۍ موټر سايکل يې په يو ماين وخوت او دچاودنې له امله ووژل شو.
عايل وسله وال طالبان ددغه ماين ايښودنې مسوول وبلل او ويې وويل چې ددغې پيښې دعاملينو د نيولو لپاره هڅې پيل شوې دې .
په فراه کې هم درې تنه زده کوونکي د  دوى د ښوونځي په وړاندې د ماين دچاودنې له امله وژل شوي او درې تن نور ټپيان شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته