سیاست

د بهرنيو چارو وزير د آلمان له نوى سفيرسره وکتل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣٠
د هيواد د بهرنيو چارو وزيرنن په کابل کې دآلمان دفدرالي جمهوريت له نوى سفير سره وکتل او د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په باب خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزيرضراراحمد عثماني په کابل کې د آلمان د فدرالي جمهوريت نوى سفير مارکوس پوتسل ته په نوى ماموريت کې د برياليتوب په ترڅ کې د دواړو هيوادونو ترمنځ ژورو دوستانه اړيکو ته اشاره وکړه او ويې ويل: د آلمان فدرالي جمهوريت زموږ د هيواد د لرغوني دوست په توګه د زياتوکلونو په ترڅ کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې زياتې همکاري کړې ده.
په تېره بيا په هيوادکې د موقت حکومت له جوړيدو وروسته په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د آلمان همکاري زياتې اغيزمنې دي.
هغه قرباني چې آلماني ځواکونو او د دغه هيواد ملکي کارکوونکو په افغانستان کې زغملې دي؛ له افغانانو سره د دغه هيواد د ملت د صادقانه دوستۍ ښکارندوى دي چې هيڅکله به هيرې نه شي.
په کابل کې د آلمان د فدرالي جمهوريت سفير ټينګار وکړ چې د آلمان فدرالي جمهوريت هم د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره خپلو دوستانه اړيکو ته ځانګړى ارزښت ورکوي او په راتلوونکي کال کې به د دواړو هيوادونو ترمنځ د ښو اړيکو سلمه کاليزه ونمانځو.
آلمان له افغانستان سره د همکاريو دوام ته ژمن دى او د آيساف د ماموريت له پاى ته رسيدو وروسته به هم د افغانستان ترڅنګ ولاړ واوسو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته