امنیت

پوليسو دوه تنه له شپږو کيلوګرامو چرسو سره ونيول

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٧ :
دننګرهار ولايت دشيرزاد ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون دوه تنه دشپږو کيلوګرامو چرسو دليږدونې په تور ونيول.
دشمشاد د ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  په نيول شويو کسانو تور لګول شوي دي  چې دغه توکې يې په يو کرولا موټر کې ځاى پرځاى کړي وو  او ليږدول يې چې دپوليسو دوسايطو دچک او کنټرول په بهيرکې  دشيرزاد ولسوالۍ دګنډک په ساحه کې ونيول شول.
ديوبل  خبرله مخې:  دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون  دوه ماينونه  چې دوسله والو مخالفينو له  خوا يو يې دپچيراو اګام ولسوالۍ دچنارګي په ساحه کې اوبل يې د جلال اباد ښار دڅلورمې  حوزې دمجبور اباد په ساحه کې ځاى پر ځاى شوي وو کشف اوشنډکړل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته