نړۍ

په خيبر ايجنسۍ کې نږدې شپيته تنه مليشه طالبان ووژل

پيښور جيونيوز – باختر دليندۍدمياشتې ٢٨
د خيبر ايجنسۍ په تيرا وادي کې د پاکستاني الوتکو په بريدونوکې ٥٧ تنه مليشه طالبان ووژل شول.
باختر آژانس د پاکستان د جيوټلويزيون له خولې خبر راکړ:
د پيښور ښار په يوه ښوونځي د چارشنبې د ورځې له بريد وروسته چې څه ناڅه ١٣٥ تنه پکې ووژل شول؛ د پاکستان لوى درستيز راحيل شريف د تروريستانو پر خلاف د عملياتو په باب خبرې وکړې.
د پاکستان د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې: د خيبر ايجنسۍ په تيرا وادي کې عمليات دوام لري او پرون د شلو هوايي بريدونو په بهيرکې ٥٧ تنه مليشه طالبان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته