امنیت

په جوزجان کې ١٧ تنه د جنايي جرمونو په شک ونيول شول

کابل / د وري١٠مه / باختر
د جوزجان پوليسو په تېره يوه اوونۍ کې ١٧تنه د جنايي جرمونو په شک نيولي دي.
د باخترآژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې: دغه کسان د پوليسو په توقيف کې دي .
دغه راز پوليسو ٥ ماينونه د جرقدوق او خواجه ګوګردک په سيمو کې کشف او شنډ کړل.
د جوزجان والي محمد هاشم رييس نن په امنيتي غونډه کې د جوزجان – سرپل په لويه لاره کې د دښمن د بريدونو په شاتمبولو او دښمن ته د سر په زيان اړولو کې د پوځيانو د هلوځلو قدرداني ورکړه او ويې ويل چې هيڅ مجرم به له مجازاتو پرته آزاد نه شي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
د جوزجان والي په دې غونډه کې د شبرغان ښاروال ته لارښوونه وکړه چې په بازار کې د پټاقيو او فيشنګونو د پلورنې مخه ونيسي او د بې پروايي په صورت کې به د هغوي دکانونه مهراولاک او عاملان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته