کابل/ د کب ١٢ مه / باختر
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن خپله لومړۍ ٢٠ اوریزه سيالۍ له بنګله دېش لوبډلې سره د دغه هېواد د ډاکې په ميرپور لوبغالي کې کوي.
ټاکل شوې ده دواړه لوبډلې دوه ٢٠ آوریزې سيالۍ وکړي.
وړاندې هم دغو دواړو لوبډلو د بنګله دېش په کوربه توپ درې يو ورځنۍ سيالۍ وکړې چې دوه يې کوربه هېواد او يوه يې افغانستان وګټله.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ویلي چې افغان کرکټ لوبډله شل آورېزو سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري.
دغه لوبډلې به دوهمه سیالي د مارچ په پنځمه وکړي.
\ ذ