کابل باختر د وري يو ويشتمه :
يوسړى پرون دهلمند ولايت دمختار ښار په سيمه کې دپوليسو له خوا دغلا په تور ونيول شو .
دلښکرګاه دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړي په څو تيرو کلونو کې په سترو غلاو کې لاس درلود .
ده وويل چې له ده څخه اووه موټرسايکلونه يو کرولا موټر ، يومازدا ډوله موټر او يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شول .
ده وويل په دې اړوند دپوليسو زياتې څيړنې پيل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، دهلمند دسنګين ولسوالۍ دشکر شيلي په سيمه کې دچاڼيزو عملياتو په ترڅ کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ددغو عملياتو له امله يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم