سیاست

قانونپوه سروردانش د امنيت تامينول يې د دولت له مسوليتونوڅخه وبلل

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړو نن د جمهور رييس له دويم مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل.
د جمهورى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د جمهور رييس دويم مرستيال د امنيت او يو والي او د خلکو د سمون په لاره کې د ميدان وردګو د ولايتي شورا د غړو رول مهم وباله او ټينګار يې وکړ چې د ميدان وردګو ولايتي شورا بايد د عمومي ګټو د تامينولو، د سيمې د ودې او پراختيا او د ټولګټو پروژو د تطبيق او د سيمه ييزو ادارو په کارونو د څارنې په لاره کې خپل اساسي مسووليت او ونډه ترسره کړي.
د جمهور رييس دويم مرستيال زياته کړه: په دې وروستيو وختوکې د ولايتي شوراګانو د څارنې مقرره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې له خوا تاييده شوې ده چې کولاى شي د ولايتي شوراګانو د فعاليتونو په څرنګوالي کې ښه اغيزه ولري.
د جمهور رييس دويم مرستيال وويل چې د دغې مقررې له مخې په دريو برخوکې د ولايتي شوراګانو څارنه تنظيمه شوې ده چې د سيمه ييزو ادارو مالي سرچينې، د سيمه ييزو ادارو د مسوولينو د کارونو څارنه او د پراختيايي پروژو په تطبيق د څارنې لارې چارې وي.
په دې کتنه کې د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړو، په مواصلاتي لاروکې نا امنۍ، په پرمختيايي پروژوکې د انډول نشتوالى او په ځانګړي ډول دولتي ټاکنې د ميدان وردګو ولايت له مهمو ستونزو څخه وبلل او په دې برخه کې يې د دولت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه .
د جمهور رييس دويم مرستيال د عمومي امنيت تامينول يې د دولت له مسووليتونو څخه وبلل او د امنيت په ټينګولو او د افغانستان د خلکو ترمنح سمون کې يې د سيمه ييز ادارو او خلکو همکاري مهمه وبلله.
ده ټينګار وکړ چې د ملي وحدت حکومت هوډمن دى چې د افغانستان په اداري واحدونو او په دولتي مقرريوکې عدالت او انډول تطبيق کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته